د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستان، پاکستان او ایران سره د اروپايي ټولنې مرستې


اروپايي ټولنې د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د څه باندې ۴۴ میلیونه یورو بشري مرستي اعلان کړي دي.

د اروپايي اتحادیې د بشري حقونو او بحرانو په وړاندې د نظم ادارې یو مشرکرسټوس سټیلیا نډزد ګل په ورځ په یوه بیان کې ویلي ، دا پیسې به په ایران او پاکستان کې افغان کډوالو، د افغانستان دننه بې ځایه شویو خلکو او په مرکزي اسیا کې د افتونو په وړاندې حالاتو ښه کولو کې مرسته وکړي.

اروپايي اتحادیه وايي، په دې مرستو کې به په پاکستان کې د افغان کډوالو او د هېواد دننه بې ځایه شویو لپاره اووه میلیونه، په ایران کې د افغان کډوالو لپاره لس میلیونه او په افغانستان کې دننه د بې ځایه شویو لپاره ۲۵.۵ میلیونه یوروز ورکول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG