د لاسرسي ځای

تازه خبر

'امریکا باید په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي'


افغان حکومت د امریکا د سنا مجلس جمهوري غوښتونکو د یوه غړي د هغه غوښتنې په اړه چې ویلي، باید د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو مرکزونه بمبار شي وايي، چې په پاکستان باید فشارونه زیات شي.

د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن (سېنشبه) مشال راډيو ته وویل چې نړیواله ټولنه باید پاکستان د سولې له بهیر سره د همکارۍ لپاره تشویق کړي او کنه، فشارونه دې پرې زیات کړي تر څو دغه هېواد له ترهګرو سره له همکارۍ لاس واخلي.

"د افغانستان او امریکا د شریکو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره اړتیا ده چې امریکا او په ټوله کې نړیواله ټولنه په پاکستان فشار راوړي تر څو د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي"

د امریکا د سنا مجلس جمهوري غوښتونکي ګوند یو غړي آدم کېنز ینګر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د پاکستان د لاس وهنې د مخنیوي په هدف باید په هغه هېواد کې له هر ډول فشاره استفاده وکړي.

ده ویلي چې باید د پاکستان په خاوره کې د ترورستانو په مرکزونو د امریکا له خوا هوايي حملې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG