د لاسرسي ځای

انګیلا میرکل: په امریکا او برتانیا نوره تکیه نه شو کولی


امريکايي ولسشر ډونلډ ټرمپ او جرمني چانسلره انګيلا ميرکل

د جرمني چانسلرې انګیلا میرکل ویلي په امریکا کې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشر کېدو او له یورپي یونین څخه د برتانیا له وتلو ورسته يورپ نور په واشنګټن او لندن مکمله تکیه نه شي کولی.

انګیلا میرکل تیره ورځ په میونخ کې یوې انتخاباتي جلسې ته وویل که څه هم د امریکا او برتانیا په څیر اتحادي هېوادونو سره دوستانه تعلقات ساتل ډیر مهم دي خو هغه به په دغو هېوادونو نوره ملا نه تړي او پکار دي چې نور یورپي هېوادونه هم د خپل مرام لپاره پخپله کار وکړي. نوموړې په دغه موقع زیاته کړه چې په نورو د تکیه کولو وختونه تیر شول.

XS
SM
MD
LG