د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراقي ځواکونو د داعش پر ضد پراخ عمليات پیل کړي


د امريکا ملاتړ لرونکيو عراقي پوځيانو له داعش وسله والې ډلې د غربي موصل پاتو سيمو نيولو لپاره پراخ بريدونه پيل کړي دي.

د شريکې قوماندې له دفترهد شنبې په ورځيوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې دا عمليات پر دجلې سيند هغو سيمو نيولو لپاره پيل شوي چې لا هم ازادې نه دي.

دا په عراق کې د داعش وسله والې ډلې اخري قوي مرکز ګڼل کېږي.

تر دې عملياتو يوه ورځ مخکې د عراق هوايي ځواکونو په ځېنو ځايونو کې خلکو ته د غورځول شويو له لارې ويل شوي چې د ګنې ګوڼې له سيمو دې ووځي.

که عراقي ځواکونه موصل ونيسي دا به پر داعش وسله والې ډلې يو لوی ګوزار وي.

دلته درې کاله مخکې د دې ډلې مشر ابوبکر البغدادي خپل تش په نامه خلافت اعلان کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG