د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند تر واک لاندې کشمیر کې پراخې مظاهرې شوې


د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې نن د یو مهم باغي کومندان او د هغه د ملګري تر وژنه وروسته د هند پرضد پراخې مظاهرې شوې دي

دا له هغه وروسته ده چې د رپوټونو له مخې تیره شپه هندي ځواکونو له سرینګره د څلویښت کلومیټره په واټن کې د وسله والې ډلې حزب المجاهدین یو مهم کومندان سبزار احمد بټ وواژه.

تر دې پېښه وروسته د چارواکیو په وینا د سیمې په بیلا بیلو برخو کې قهرجنې مظاهرې وشوې او د مظاهره چیانو او امینتي ځواکونو تر مینځ نښتې هم وشوې.

د هند له ویشه تر اوسه په کشمیر کې ۶۵۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د کشمیر پر مسله تر اوسه د هند او پاکستان تر مینځ دوه جنګونه هم شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG