د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس د ناټو په دفاعي بجټ کې زیاتوالی غندلی


په ناټو سازمان کي د روس سفير اليکسنډر ګرسکو د دې اتحاديي لخوا په دفاعي بجټ کي زیاتوالی غندلی دی.

اليکسنډر ګرسکو دا خبرې د روس ون ټليوژن سره په يوه مرکه کې کړې دي.

هغه ویلي چې د دې اضافې له وجه به د امریکا دفاعي صنعت ته زیاته ګټه ورسيږي ځکه چي اروپايي هيوادونه به له امریکا وسلې اخلي.

د ګرسکو په خبره له دې اضافې سره به دفاعي لګښت ۳۷۰ اربه يورو ته ورسيږي ، نو بیا به اروپا ډير په خوشالۍ د وسلو اخستو لپاره د دې پیسو۲۰ فیصده لګوي چې ۷۰ اربه یورو کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG