د لاسرسي ځای

تازه خبر

موصل کې ۱۰۵ ولسي وګړي د امریکا بمبار وژلي ول


د امریکايي پوځ یوه پلټنه ښيي چې په مارچ کې د عراق په موصل کې په یوې امریکايي بمبارۍ کې لږ تر لږه ۱۰۵ عراقي ولسي وګړي وژل شوي دي.

د پلټونکې ډلې مشر برید جنرال میتیو ایلر بېګا وویل، د مارچ پر ۱۷مه امریکايي ځواکونو د اسلامي دولت سختدریځې ډلې پر دوو وسله والو بم وتوغاوه خو له دې برید سره هغه بارود وچاودېدل چې وسله والو په ودانۍ کې ساتلي ول.

ده وویل، ۱۰۱ ولسي وګړي چې په لاندیني پوړونو کې ول، د ودانۍ له نړېدو سره ووژل شول او څلور نور یې په نېږدې ودانۍ کې ووژل شول.

تر اوسه پورې د ۳۶ ولسي وګړو پته نه ده لګېدلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG