د لاسرسي ځای

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) وايي، د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار پرضد یې د جنایتونو غوښتنلیک تر لاسه کړی دی.

یوناما تېر ماځیګر په یوه بیان کې ویلي، دا غوښتنلیک ورته په پنجشنبه ماسپښين رسېدلی دی خو دا یې نه دي ویلي چې درخواست چا کړی.

په بیان کې د یوناما د مشر تدامیچي یاماموتو له خولې ویل شوي، ((هغه افغان وګړي او نور خلک چې د جنایتونو ښکار شوي، باید له انصافه بې برخې نه شي.))

بیان وايي، ملګري ملتونه د افغان حکومت او حزب اسلامي د سولې موافقې ته هیله من دي خو ورسره انتقالي عدالت او جوړجاړی دواړه اساسي یا بنیادي ګڼي.

د ګلبدین حکمتیار پر ضد د دایر شوي غوښتنلیک په اړه د حزب اسلامي په دریځ معلومولو کې بریالي نشو. افغان حکومت هم پر دې موضوع لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG