د لاسرسي ځای

د مشال څلوېښتۍ دوېمه غونډه په مردان کې کېږي


د مردان ادبي جرګه نن(جمعه) د ولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کوونکي مشال خان د څلوېښتۍ غونډه کوي.

د دې غونډې جوړوونکو مشال راډیو ته وویل، د ضلعي انتظامیې په مرسته دا غونډه نن درې بجې پر مقام چوک کوي.

د پنجشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا د بېلا بېلو برخو ښځو د مردان ولي خان پوهنتون مخې ته احتجاج وکړ او د وژل شوي زده کوونکي مشال خان کورنۍ ته یې د انصاف غوښتنه وکړه.

احتجاجي غونډې ته په وینا کې د عوامي ورکرز ګوند یوې مشرې عصمت شاهجهان وویل، دوی خپل بچي تعلیمي ادارو ته د مرګ لپاره نه استوي.

دې ټینګار وکړ چې ریاست باید ټول ولس ته امنیت ورکړي. د عوامي نیشنل ګوند یوې مشرې او د پارلېمان پخوانۍ غړې جمیلې ګېلاني وویل، که ((دولت مشال ته انصاف ورنکړ او د پښتونخوا ولس ته یې امنیت برابر نه کړ نو دوی به خپل احتجاج تر نورو ضلعو او صوبو وغځوي.))

دې ښځو په لاسونو کې بینرې نیولې وې او غږ یې وکړ چې د هېواد هر وګړی باید پر ریاست او حکومت فشار راوړي چې د سختدریځۍ او ترهګرۍ د ختمولو دنده ترسره کړي.

د اپرېل پر ۱۳مه، پارېدلو خلکو مشال خان په وهلو او ډزو وژلی وو.

XS
SM
MD
LG