د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د نوي مالي کال بجټ وړاندې کوي


د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار وايي، حکومت سږکال هم په بجټ کې د بې کوره شویو د ستنولو او په ناامنیو کې د ورانو شویو سیمو بیا ودانۍ لپاره پیسې ایښې دي.

ټاکل شوې چې د پاکستان حکومت نن(جمعه) پارلېمان ته نوې بودیجه وړاندې کړي. تېر مازیګر د مالیې وزیر اسحاق ډار د ۲۰۱۶-۱۷ مالي کال د اقتصادي سروې رپورټ وړاندې کولو پر وخت وویل، حکومت له تېرو درو کلونو راهیسې، هر کال، د بې کوره شویو خپلو سیمو ته پر ستنولو او د بیا ودانۍ پر چارو شاوخوا ۱۰۰ اربه روپۍ لګوي.

ډار زیاته کړه چې د تېرو ۱۰ کلونو پرتله، تېر مالي کال حکومت د انرژۍ پیداوار پینځه فیصده زیات کړی.

په پاکستان کې هر مالي کال د جولای له لومړۍ نېټې پیلېږي او جون پر ۳۰مه پای ته رسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG