د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغانستان له زیاتو ستونزو سره مخامخ دی'


د ناټو عمومي منشي وايي چې افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی.

ينس سټولټنبرګ دا خبره نن په بروکسل کې د ناټو مشرانو تر غونډې مخکې د ناټو ائتلاف په مرکزي دفتر کې وکړه.

خو سټولټنبرګ زياته کړه چې ناټو به په افغانستان کې جنګي ماموریت نه پيلوي.

د ناټو عمومي مشر وويل چې په دغه هېواد کې به د روزنې، همکارۍ او مشورې ورکولو ماموریت ته دوام ورکړي.

"په افغانستان کې ستونزې ډېرې دي، کله چې د ۲۰۱۴میلادي کال په پای کې ناټو په افغانستان کې خپل نظامي ماموريت پای ته ورساوه، هېڅ چا نه ويل چې د دې هېواد وضعيت به ساده او پرته له ستونزو وي، خو موږ وکړای شول افغان ځواکونو ته روزنه ورکړو او پياوړي يې کړو او دا ځواکونه اوس توان لري چې په خپل هېواد کې د امنيت راوستلو مسؤليت واخلي، دا يوه ښه او مهمه لاسته راوړنه ده، ناټو به په افغانستان کې د روزنې، همکارۍ او مشوره ورکولو ماموريت ته دوام ورکړي."

د ناټو د مشرانو غونډه نن د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې کېږي.

ناټو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د دغه هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونه روزي او مشورې ورکوي.

سټولټنبرګ وويل چې نن د ناټو د مشرانو په غونډه کې په افغانستان کې د ناټو ماموريت په اړه هم خبرې کېږي.

خو افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو په اړه به پرېکړه وروسته کېږي.

د ناټو سرمنشي د وسله والو سخت دريځو پر وړاندې د افغان ځواکونو مبارزه وستايله.

ناټو د وسله والو په واړاندې د افغان ځواکونو مبارزه وستایله.
ناټو د وسله والو په واړاندې د افغان ځواکونو مبارزه وستایله.

ده وويل چې د داعش او نورو سخت دريځو ډلو پر وړاندې د افغان ځانګړو ځواکونو عملیات اغېزمن وو.

دغه ځواکونه د وسله والو طالبانو او داعش جنګيالیو پر ضد په مبارزه کې برخه اخلي.

افغان حکومت شا او خوا یوه مياشت مخکې وويل چې په دغه هېواد کې د داعش سخت دريځې ډلې مشر عبدالحسيب په ننګرهار ولايت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

د ناټو عمومي منشي همداراز وويل چې د دې ائتلاف غړي به نن د داعش پر ضد د مبارزې په اړه هم توافق ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"نن به موږ د یوه عملي پلان په اړه توافق ته ورسېږو چې د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د ناټو هڅې لا زياتې کړو، دا پلان زيات عناصر لري او له دغو عناصرو څخه یو د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف سره يو ځای کېدل دي، دا د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د يووالي لپاره يوه قوي سياسي پلان ته زمينه برابروي او همداراز د ناټو او د دې ائتلاف د غړو د هڅو تر منځ د هماهنګۍ يو عملي چوکاټ رامنځته کوي."

خو سټولټنبرګ وويل چې په هغه صورت کې که ناټو د داعش پر ضد د نړيوال ائتلاف برخه شي، له دې ډلې سره د مبارزې په برخه کې به محاربوي رول نه لوبوي.

تر يوه کال لږ موده مخکې د امریکا ولسمشر ناټو یو زړه مفکوره بللې وه خو اوس د دغه ائتلاف مرکز ته د غونډې لپاره رسېدلی دی.

ډونالد ټرمپ هم په بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د پنجشنبې په ورځ په غونډه کې ګډون کوي او ويل کېږي دغه غونډه به پر دوو عمده موضوعاتو تمرکز کوي.

لومړۍ موضوع دا ده چې د ناټو ائتلاف ټول اتويشت هېوادونه د نظامي مصارفو په اړه يوې موافقې ته ورسېږي او بله دا چې د مې په ۲۲مه په منچسټر کې تر حملې وروسته به د ترورېزم پر وړاندې څه ډول مبارزه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG