د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په روسیه کې له خپل پاکستاني سیال سره په لېدنه کې د لندن ناستې د پریکړو پر عملي کېدو ټینګار وکړ.
د ملي امنیت شورا دفتر نن په یوې خبرپاڼه کي ویلي ښاغلي اتمر په مسکو کې د عالي رتبه امنیتي مسؤلینو د اتم امنیتي کنفرانس په یوه برخه کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار جنرال ناصر جنجوعه سره د دوه اړخېزو امنیتي همکاریو ترڅنګ د لندن د ناستې د پریکړو پر تطبیق او پرمختګونو هم خبرې کړي دي.
د لندن ناسته د روان کال د مارچ په میاشت کې ترسره شوې وه.
د یادې ناستې د پریکړو په دوام ښاغلي اتمر د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سره د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د راپورته شویو ستونزو د حل په اړه مفصلې خبرې وکړې.
ښاغلي اتمر د پاکستان له لوري پر افغان خاوره د راکټي بریدونو او د کرښې په اوږدو کې د خپلسرو نظامي تأسیساتو د جوړېدو ترڅنګ د پاکستان له خوا د هېواد د هوايي حریم د نقص په اړه له ښاغلي جنجوا سره مفصلې خبرې کړې دي.
ټاکل شوې په مسکو کې د عالي رتبه امنیتي مسؤلینو اتم کلنی امنیتي کنفرانس نن ورځ هم دوام ولري.