د لاسرسي ځای

مانچسټر کې مشکوک ځانمرګي برید ۱۹ کسان وژلي ګڼ ژوبل


د بريتانیا پولیس وايي، د دې هېواد په شمالي ښار مانچسټر کې په مشکوکه ځانمرګي بريد کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي او ۵۹ نور ژوبل شوي دي.

پېښه بېګا شپه هله رامنځ ته شوه چې په مانچسټر ارينا کې د امریکا پاپ سندرغاړې اریانا ګرانډې له کنسرټه خلک په ستنېدو ول.

د بريتانيا وزير اعظمې تېريسا مې نن وويل، په دې کې شک نه شته چې دا يو ترهګريز بريد وو. نوموړي نن د کابينې دفتر په خبرې غونډه کې د بېړني غبرګون پر مهال وويل چې بريد ګر يو تن وو او له تالاره د وتو په يوه دروازه کې يې خپل باروت وچول چې هلته ډېره زياته ګڼه ګوڼه وه.

اسلامي دولت وسله والې ډلې د دې بريد مسوليت منلی دی.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لوېديځې غاړې ته د سفر پر مهال ژمنه کړې چې د اسراييل او فلسطين تر منځ به د سولې تړون لپاره تر خپله وسه هر څه کوي.

نوموړي دا خبره نن په بېت اللحم کې د فلسطيني ادارې له مشر محمود عباس سره تر ليدنې وروسته وکړه.

XS
SM
MD
LG