د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوریې حکومت مخالفین د حمص له وروستۍ ولسوالۍ ووتل


د سوریې حکومت سلګونه وسله‎وال مخالفین پرون له خپلو کورنیو سره یوځای د حمص ښار له وروستۍ ولسوالۍ څخه چې د مخالفینو په ولکه کې ده، ووتل او ورسره هغه معامله بشپړه شوه چې تطبیق‌یې پر دې ښار د حکومت بشپړه ولکه ټینګوي.

شااوخوا ۷۰۰ وسله‎وال له خپلو کورنیو سره چې ټول شمېر یې نېږدې درې زره کسانو ته رسېده له ښاره د وسله‎والو د وتلو د وروستي پړاو په ترڅ کې په تېرو دوو ورځو کې له وایر «Waer» ولسوالۍ څخه په بسونو کې ووتل.

حمص چې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم پر ضد د پاڅون اصلي مرکز و، له تېرو څلورو کلونو راهیسې د دولتي ځواکونو له‌خوا کلابند شوی و.

له حکومت سره د شوې موافقې له مخې په وروستیو څو میاشتو کې زرګونه وسله‎وال له خپلو کورنیو سره د سوریې له لوېدیځ څخه ووتل او اسد اوس پر لویو ښارونو ولکه ټینګه کړې.

د رژیم مخالفین پر دې موافقه انتقاد کوي او دا د دولتي ځواکونو له میاشتو او کلونو هوايي حملو وروسته د جبري بې‌ځایه کولو یو پلان بولي.

ډېری دا وسله‎وال ادلب ښار ته چې د وسله‎والو په ولکه کې دی یا هم جرابلس ته چې د سوریې او ترکیې په سرحد کې پروت ښار دی، کډه کوي.

XS
SM
MD
LG