د لاسرسي ځای

تازه خبر

'عبدالرحيم مندوخېل پر افغان او افغانستان د يوه بابا غوندې نظر درلود'


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستيال مشر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي عبدالرحيم مندوخېل تر اوږدې ناروغۍ وروسته د شنبې په ورځ په کوټه ښار کې د اتيا کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې او د يکشنبې په مازديګر د ږوب سيمې په "اومږه مرسينزي" کلي کې په‎خپله پلارنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

د جنازې په مراسمو کې يې د ګوند زرګونه پلويانو، د خېبر پښتونخوا او بلوچستان سياستوالو ګډون کړى وو.

د جنازې مراسمو ته يې له کوټې د افغانستان جنرال قونسل وحيدالله مومند له يوه پلاوي سره ورغلى وو او د ارواښاد کورنۍ او د ګوند غړيو ته يې د افغانستان د خلکو او حکومت په استازيتوب تسليت وړاندې کړ.

د جنازې په مراسمو کې د افغانستان د قونسلګرۍ يوه اتشې جعفر افغان نيازي د افغان ولسمشر او اجرائيه رئيس پيغام ولوست:

د جنازې مراسم یې
د جنازې مراسم یې

"د افغانستان جمهور رئيس جلالتماب محمد اشرف غني د خپل ځانګړي پيغام په ترڅ کې د ارواښاد پر مړينه خواشيني ښودلې او همدا راز د حکومت اجرائيه رئيس جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله خپله غمرازي ښکاره کړې ده. ارواښاد مندوخېل د خان شهيد عبدالصمدخان نېژدې ملګرى وو چې يو عمر يې د خپل ولس د خپلواکۍ، هوساينې او پرمختګ لپاره هر اړخېزه مبارزه وکړه. نوموړى د ټولو افغانانو تر منځ د درناوي وړ شخصيت ګڼل کېده."

د سياستوالو په نظر عبدالرحيم مندوخېل يو له هغو ګوتو په شمېر سياستوالو څخه وو چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې يې د افغانستان په هره جګړه کې بهرني لاسونه په ګوته کړل او ويې غندل.

سناتور عثمان خان کاکړ يې دا اړخ وستايه او هغه يې يو ستر افغان وباله:

"اديب و، تاريخ‎پوه و، رهنما و، يو ښه ملګرى و، يو ښه کليوال، يو ښه انسان او ډېر لوى افغان و. د افغانستان هره مرحله چې وه، که انقلاب و که ترهغه وروسته پړاو و، که له ۱۱م سېپټمبر وروسته زمانه وه او که اوسنى حکومت دى دا ټول يې داسې روښانه کړي و چې اوس له هېڅ افغان خپل دښمن ورکېداى نه شي."

عبدالرحيم مندوخېل يو ځل د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ، دوه ځله د پاکستان د سنا يا مشرانو جرګې غړى او وروستى ځل د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړى پاتې شو.

نوموړي د پاکستان په ټولو پوځي حکومتونو کې د ډيموکراسۍ د راتګ لپاره پرله‎پسې سياسي مبارزه وکړه او د پاکستان د محکومو قومونو د خپلواکۍ لپاره يې غږ پورته کړ.

د عوامي نېشنل ګوند ايالتي مشر اصغر خان يې د جنازې په مراسمو کې سياسي ژوند ته لنډه کتنه وکړه:

"رحيم صاحب په داسې وخت کې سياست او مبارزه کړې چې له هره لوري ستونزې وې. په مسلماني پښتني ژوند کې د کفر فتواوې ورباندې ولګېدې، د پنجابي استعمار له‎خوا ده او ملګرو ته يې د قامي مبارزې په لار کې تکليفونه وو، خو داسې کم پر عزمه انسانان وي چې پر ميدان ولاړ وي او له خپل هدفه مخ نه اړوي."

عبدالرحيم مندوخېل د سياست تر څنګ ليکوالي هم کوله او د تاريخ په برخه کې يې څو آثاره هم پاتې دي.

"انګرېزي استعمار او افغانستان"، "ټولواکي" او "افغان او افغانستان" يې ليکلي او چاپ شوي آثار دي، د دې تر څنګ يې پر بېلابېلو موضوعاتو د مقالو ټولګه هم تر چاپ لاندې ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي يې هم په جنازه کې ګډون کړى و او په‎خپله وينا کې يې د هغه مړينه په داسې وخت کې- چې وايي، لر او بر افغانان له بدو حالاتو سره مخامخ دي- يوه لويه ضايع وګڼله.

نوموړی وايي:

"رحيم صاحب په دې لښکر کې له ماشوموالي تر مرګه د مظلوم د لښکر مخکښ و. زما يې ارمان دا دى چې زموږ پر ټول پښتون افغان څه ناورين روان دى، په داسې وخت کې د رحيم صاحب غوندې سړي ته مرګ ډېر لوى زيان دى. د دې علاج موږ په يوازې سر نه شو کولاى، لاس به سره ورکوو او نړۍ ته به وايو چې موږ ترهګر نه يو."

عبدالرحيم مندوخېل په ١٩٣٧میلادي کال کې زوکړى وو، لومړنۍ زده‎کړې يې په ږوب، منځنۍ يې په کوټه او لوړې زده‎کړې يې په پېښور کې کړې وې چې هلته يې له پېښور پوهنتونه د قانون يا حقوقو ډګري تر لاسه کړې وه.

څه موده يې د مدافع وکيل او بيا د ښوونکي په توګه هم دنده تر سره کړې وه، خو لا ځوان و چې په سياست يې ګوتې پورې کړې او د پښتنو له دوو ملتپالو مشرانو خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزي او باچاخان سره يې په ملي سياست کې فعاله ونډه واخېسته او د ژوند تر پايه يې په پاکستان کې د پښتنو د حقوقو لپاره مبارزه وکړه.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG