د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د مشال خان د وژنې په ضد مظاهره شوې


پېښور کي د مترقي جمهوري محاذ غړیو یو ځل بیا د عبدالولي خان پوهنتون د زده کوونکي مشال خان په وژنه کې ککړو کسانو ته سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

نن د پېښور پرېس کلب مخې ته د دغه ټولنې تر سیورې لاندې یوه احتجاجي مظاهرې وشوه. مظاهرې ته د وینا پر مهال احتجاج کوونکو وویل چې یاده ټولنه او نور مدني فعالان به سبا په صوابۍ کې د مشال خان په څلوېښتمه کي ګډون کوي.

مظاهره چیانو زیاته يي کړه چې د مشال خان وژنې او د ترهګرۍ د پیښو شا ته یو شان سوچ او فکر پټ دی.

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د اپرېل پر ۱۳مه نېټه ګڼو بلوه ګرو زده کونکیو او د پوهنتون کارکونکیو ۲۳ کلن زده کونکی مشال خان مذهب ته د سپکاوي په تور په ډزو او وهلو ټکولو وواژه.

د نوموړې د وژنې په خلاف په ټول پاکستان او په ځانګړې توګه په خېبر پښتونخوا کې خلکو توند غبرګون وښود او له حکومته یې وغوښتل چې د هغه وژونکي دې ونیسي او سزا دې ورکړي.

له پلټنو وروسته د خېبر پښتونخوا پولیسو وويل چې تراوسه یې داسې شواهد نه دي موندلي چې ګوندې مشال خان دې مذهب ته سپکاوی کړی وي.

XS
SM
MD
LG