د امریکا لوړ پوړي پوځي چارواکي ویلي چې په شام کې د حکومت پلوه ځواک پر کاروان د شوي برید هدف هلته د امریکايي او اتحادي عسکرو خوندیتوب وو.
دا امریکا له خوا د ولسمشر بشار الاسد پر ملاتړ لرونکو ځواکونو لومړی داسې برید وو.
تر دې وړاندې تېره میاشت امریکا پر شامي پوځي اډه د کروز توغندي برید کړی وو.
پر کاروان شوی دا برید د شام او روس له خوا غندل شوی دی.
د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې دا برید بې جوازه، غیر قانوني او د شام له خپلواکۍ سرغړونه ده.