د لاسرسي ځای

د ایران د ولسمشریز ټاکنو په اړه لومړنۍ پایلي ښي چې ولسمشر حسن روحاني تر نورو نوماندانو ډېر مخکې دی. رپوټونه وايي چې تر اوسه ۲۵ میلیونه رایې شمارل شوې دي چې ۱۴،۶ پکې حسن روحاني او ۱۰ میلیونه ابراهیم ریسي اخیستې دي.

د جمعې ورځې په ټاکنو کې ټولې ۴۰ میلیونه رایې اچول شوې دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د رایو اچوونکو شرح په مجموعي توګه شاوخوا ۷۰ فیصده ده کومه چې د ۲۰۱۳م ټاکنو ته ورته ده.

که څه هم د ايران د ولسمشرۍ لپاره څلور کانديدان په ميدان کې لاړ وو خو اوسني ولسمشر او نسبتاً منځلاري حسن روحاني او پخواني څارنوال او محافظه کاره ابراهیم رییسي ته په انتخاباتي ځغل کې د مخکښانو په سترګه کتل کېږي. ایران د شاوخوا ۸۱ میلونه خلکو هېواد دی چې دا مهال لوړې بېکارۍ ځپلی او د بهرنیو اقتصادي موقعو تر لاسه کولو هڅې کوي. روحاني چې له نړیوالو ځواکمنو هېوادونو سره د اټومي تړون په نتیجه کې پر هغه هېواد د لګېدلو بندیزونو په نرمولو کې بریالی شو، ژمنه یې کړې چې له غرب سره به اړیکو ته دوام ورکوي او ایرانیو وګړو ته به زیاته ازادي ورکوي. د ۵۶ کلن رییسي په اړه ویل کېږي چې د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي باوري کس دی.

XS
SM
MD
LG