د افغانستان د لوګر ولایت په محمد اغه ولسوالۍ کې ماین یوې چاودنې ۱۱ ولسي وګړي وژلي دي. د محمد اغې ولسوال نصیر امين مشال راډیو ته وویل چې پېښه نن غرمه (جمعه) هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې د دې ولسوالۍ په زرغون شهر سیمه کې د سپرلیو موټر پر ماين تير شو.
د نوموړي په وینا په وژل شول شوو کې پینځه ماشومان، پینځه ښځې او یو سړی دی.
د لوګر محمد اغه ولسوالۍ د حکومت مخالفه وسله والو د فعالیت سیمه بلل کیږي. د دې پېښې مسوليت تر دې دمه چا په غاړه ه ده اخيستی.