د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په ترکيه کې شاوخوا ۴۰ زره افغان کډوال په ناقانونه توګه اوسيږي"


په انقره کې افغان سفیر وايي، دا مهال شاوخوا ۴۰ زره افغان کډوال په ناقانونه توګه په ترکیه کې اوسيږي.

امان الله جیحون تېر ماښام (پنجشنبه) مشال راډیو ته وویل، په ترکیې کې د کډوالو شمېر له زیاتېدو سره هلته د افغانانو لپاره امکانات کم شوي. ده وویل، د ترکیې حکومت هڅه کوي چې دا افغانان قانوني کړي او ورته اسناد برابر کړي. جیحون دا تورونه ناسم وبلل چې ګواکې افغان سفارت د کډوالو د ستونزو په هواري کې غفلت کوي. ترکیه اروپايي ټولنې ته د ناقانونه کډوالو د سفر مهمه لار ده او رپورټونه وايي چې په وروستیو کلونو کې زرګونه افغانان د ایران، ترکیې او یونان له لارې جرمني او نورو اروپايي هېوادونو ته تللي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG