د لاسرسي ځای

امريکايي الوتکو پر شامي ملېشو او ایران پلویو وسله والو بمباري کړې


د امریکا دفاع وزارت وايي، امریکايي الوتکو د لومړي ځل لپاره د شامي حکومت او ایران پلویو وسله والو پر قافلې بمباري کړې.

پېنټاګان بېګا (پنجشنبه) ناوخته وویل، دا پېښه هغه وخت وشوه چې کله روسیه د شامي حکومت ملاتړیو وسله والو هغې سیمې ته د ننوتو په مخنیوي کې پاتې راغله چې پکې د امریکا ملګرو ځواکونو د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد د جګړې تیاری کاوه. پېنټاګان وايي، دې جنګیالیو له اردن سره پر پوله په سیمه کې امریکايي سرتېري او د هغوی ملګري ګواښل او چې د روسیې مداخلې او د امریکايي الوتکو د خبرداري ډزو نتیجه ورنکړه نو ورباندې یې هوايي برید وکړ. د شام د بشري حقونو څار ډله وايي، په دې برید کې اته جنګیالي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG