د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن په ایران کې ولسمشریز انتخابات روان دي


د ایران ولسمشریز انتخابات ته څلور کانديدان ولاړ دي
د ایران ولسمشریز انتخابات ته څلور کانديدان ولاړ دي

نن په ایران کې ولسمشریز انتخابات روان دي چې ورته څلور نوماندان ولاړ دي.

اوسني ولسمشر او نسبتاً منځلاري حسن روحاني او پخواني څارنوال او محافظه کاره ابراهیم رییسي ته په انتخاباتي ځغل کې د مخکښانو په سترګه کتل کېږي. ایران د شاوخوا ۸۱ میلونه خلکو هېواد دی چې دا مهال لوړې بېکارۍ ځپلی او د بهرنیو اقتصادي موقعو تر لاسه کولو هڅې کوي. روحاني چې له نړیوالو ځواکمنو هېوادونو سره د اټومي تړون په نتیجه کې پر هغه هېواد د لګېدلو بندیزونو په نرمولو کې بریالی شو، ژمنه یې کړې چې له غرب سره به اړیکو ته دوام ورکوي او ایرانیو وګړو ته به زیاته ازادي ورکوي. د ۵۶ کلن رییسي په اړه ویل کېږي چې د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي باوري کس دی. په عین وخت کې د ایران د کورنیو چارو وزارت تېر ماښام خبرداری ورکړ چې تر رسمي نتیجو مخکې د نوماندانو د بریالیتوب یا د انتخاباتو په اړه وړاندوینې کوونکو پر ضد به قانوني چلند وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG