د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شانګله کې مېرمنې له رایو اچولو وګرځول شوې


په پښتونخوا کې د انتخاب پخوانی عکس
په پښتونخوا کې د انتخاب پخوانی عکس

د چارشنبې په ورځ د صوبې په څلوېښت کونسلو کې ضمني ټاکنې په هغه نشستونو شوې وې کوم چې د ټاکل شوو کسانو سرکاري نوکرۍ اخستو وروستو خالي شوي وو.

اسلام اباد: د خېبرپښتونخوا په شانګله کې د چارشنبې په ورځ د بلدياتي ټاکنو ضمني پړاو پر مهال د دوو کلیو مېرمنو ته د خپلو رایو ورکولو اجازه نده ورکړل شوې.

د ځايي خلکو په وینا ، دا لومړی ځل نه دی چې مېرمنې د ووټ له اچولو ګرځول شوې دي بلکې د قامي او صوبايي اسمبليو په ټاکنو کې هم دا روايات راروان دي چې زنانه د ووټ اچولو لپاره له کوره نه راووځي.

پر پارلماني سیاست نظر لرونکې غېر حکومتي ادارې فافن د شانګلې مسسوول علي باش خان مشال راډيو ته وويل چې ټاکنې که مقامي وي، صوبايي او يا د قامي اسمبلۍ، هر ځل ځايي مشران په یوه خوله پرېکړه وکړي چې مېرمنې به د رایو اچولو لپاره له کوره نه راباسي.

علي باش خان وویل ، د ځايي مشرانو ترمنځ دا هوکړه د هغو کسانو تر مخ وشي چې انتخاباتو ته ولاړ وي.

د علي باش خان په وینا ، دا خلک بیا له مېرمنو څخه د هغوی شناختي کارډونه واخلي او د هغوی پر ځای نارینه په یو ځانګړي مرکز کې رایې اچوي.

د چارشنبې په ورځ د صوبې په څلوېښت کونسلو کې ضمني ټاکنې په هغه نشستونو شوې وې کوم چې د ټاکل شوو کسانو سرکاري نوکرۍ اخستو وروستو خالي شوي وو.

د الېکشن کمېشن د چارواکو په وينا چې دغه ضمني ټاکنې په ۱۴ ضلعو کې په ۴۳ خالي شوو نشستونو باندې وشوې خو لا هم سرکاري نتيجې نه دي اعلان شوي.

د نوم نه ښودلو په شرط د الېکشن کمېشن يو چارواکي مشال راډيو ته وويل چې دوي ته يواځې په څلورو ضلعو کې د زنانوو د ووټونو نه اچولو شکايتونه راغلي چې پکې بره دير، شانګله، بټګرام او بونېر شامل دي.

د دې خبرې پخلی ځايي خبريال موسا يوسفزی هم کوي او وايي چې کومه جرګه د زنانوو د ووټونو نه اچولو پرېکړه کوي هغوي د دغې جرګې د لارې انتظاميه هم په دې خبره قايله کړي چې دا روايت وپالي.

موسا وايي چې دا د شانګلې روايت دي چې په ټولو ټاکنو کې زنانه د ووټ اچونې مرکز يا پولنګ سټېشن ته نه ځي او دغه جرګه دا پرېکړه کوي چې څومره د زنانوو ووټونه دغه کانديد ته په دې شرط ورکول کېږي چې زنانه به ووټ په خپله نه استعمالوي.

په سياست او په خصوصي توګه په ټاکنو کې د زنانوو برخه اخستو لړ کې کارکوونکې غېرسرکاري ادارې نېشنل کمېشن آن سټېټس آف وېمن مشره خاورممتاز وايي چې دوي څو څو وارې له حکومته دا غوښتنه کړې چې هر هغه ځای چرته چې په ووټونو اچولو کې د زنانوو برخه د لس فيصده نه کمه وي، هلته دې بيا ټاکنې اعلان کړی شي.

نوموړي وویل ، زموږ خو غوښتنه دا ده چې چرته زنانوو ته د ووټ اچولو اجازه نه ورکول کېږي،هغه ټاکنې دې ناقانونه وګرځول شي او بيا ټاکنې دې پرې وکړی شي. ځکه چې لږ تر لږه لس فيصده زنانه خو دي بهر راووځي، او که داسې نه وي نو هغه څوک به څنګه نمايندګي وکړي چې د زنانوو ووټ هم ورته نه وي ورکړل شوی.

د پاکستان د ټاکنو د کمېشن صوبايي چارواکي سهېل احمد په دې اړه له مشال رېډيو سره په خبرو کې وويل چې دوي ته لا هم سرکاري نتيجې نه دي راغلي نو ځکه دوي نه شي کولی چې د زنانوو د ووټونو د اچولو يا نه اچولو پخلی وکړي.

XS
SM
MD
LG