د لاسرسي ځای

تازه خبر

غونډه: د شیر شاه سوري ژوند او کار دې د تعلیمي نصاب برخه شي


په پېښور کې د هند نوموړي پښتون باچا شیر شاه سوري په اړه په یوه غونډه کې غوښتنه شوې ده چې د پاکستان په تعلیمي نصاب کې دې د هغه د ژوند او کار په اړه لیکنې شامل کړل شي.

د چارشنبې په ورځ د پېښور پوهنتون پښتو اکېډمۍ کې د هندوستان د ۱۶مېپېړۍ د پښتون باچا شير شاه سوري د ژوند او واکمنی په اړه د پوهه فاونډېشن تر انتظام لاندې غونډه کې دا غوښتنه هم وشوه چې د هند او پاکستان حکومتونه دې د هغه له ژوند سره د تړلو اثارو حفاظت یقیني کړي.

له غونډې وروسته مشال راډیو ته شیرشاه سوري په ژوند د کتاب لیکوال بشیر مټه وویل شو.

شير شاه سوري په ۱۵۴۰ مه کال کې مغل باچا همايون ته ماتې ورکړې وه او د دهلي تخت يې نيولی وو. د هغه اصلي نوم فريد خان وو خو د باچا تر جوړېدو وروسته يې ځان ته د شير شاه لقب غوره کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG