د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېفران کمېټۍ د غړيو اختلافات د فاټا اصلاحاتو منظوري له ځنډ سره مخامخوي؟


د پاکستان قامي اسمبلۍ د سرحداتو او قبايلي سيمو کمېټۍ د فاټا اصلاحاتو پر مجوزه قانون بحث کوي خو لا يې هم په دې اړه څه خاص پرمختګ نه دی کړی.

د سېفران وزير عبدالقادر بلوڅ د دوشنبې په ورځ قامي اسمبلۍ ته فاټا اصلاحاتي قانون وړاندې کړی وو خو د جمیعت علما اسلام فضل الرحمن ډلې يې مخالفت وکړ چې بيا سپيکر اياز صادق د جوړجاړي لپاره د سېفران قايمه کمېټۍ ته ولېږلی.

کمېټۍ ته د جمعې تر ورځې وخت ورکړل شوی دی چې پر قانون بحث وکړي او تر منظورۍ وروسته ته دې يې بېرته قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړي.

خو په لوموړيو ناستو کې د کمېټۍ په غړيو د قانون د مختلفو مادو پر سر اختلافات راپورته شوي دي.

پوښتنه دا ده چې د کمېټۍ د غړيو خپل منځي اختلاف خو به د اصلاحاتو قانون له خنډه سره نه مخامخوي؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د سېفران کمېټۍ له غړي قیصر جمال او د فاټا وکيلانو اتحاديې مشر اعجاز مومند سره څېړل شوې دي.

ايا سېفران کمېټۍ د غړيو اختلافات فاټا اصلاحات له ځنډ سره مخامخوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:49 0:00

XS
SM
MD
LG