د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا اصلاحات: آيا رواج ايکټ د ستونزو حل دی؟


قبايلي سيمو ته د عدالتونو واک غځولو سره که یو خوا د دغه ځای خلک خوشاله دي نو بلخوا دوی د رواج ایکټ مخالفت هم کوي. قبایل وایي د رواج قانون د ايف، سي، آر قانون تسلسل دی چې ورسره د پوليټيکل ايجنټ په واکونو کې کمی نه راځي.

قانون پوه لطیف اپریدی وایي د رواج قانون پخوا په مالاکنډ کې هم نافذ شوی وو چې وروسته په هایي کورټ او بیا په سپریم کورټ کې چیلینج او ختم شو. لطیف اپریدي مشال ريډيو ته وويل چې قبايلي سيمو کې “مقدمې بازې” کمه ده خو په دې کې هم زور زیاتې کیږې. هغه زياتوي: ((جرګې اوس له خلکو څخه پیسې اخلي. شتمن خلک رواج ايکټ د ځان په ګټه کارولی شي. خلکو ته به تاوان رسي. خو د وراج ايکت خلاف اپېل کيدا شي او په سپريم کورټ کې چيلنج کيدای شي او له منځه وړل کيدای شي.))

د قبايلي سيمو د ميرمنو لپاره کارکونکې ادارې، تکړه قبايلي خويندې، تنظيم هم د رواج ايکټ په اړه اندېښنې ښودلې دي. تېر مارچ مياشت کې پيښور کې د دې ادارې يوې مشرې، زهره سيد خبري غونډه کې ويلي وو چې رواج ايکټ کې به بيا هم ډېرې پرېکړې جرګې کوي چې ورسره به د ښځو حقونو تر پښو لاندې کيږي.

د عدالتونو هرکلی کوو خو رواج ايکټ واضحه نه دی او د هيچا پرې سر نه خلاصيږي.

د پيښور پوهنتون یوه استاده نورین نصیر هم په دې نظر ده. هغه وايي له يوې خوا قبايلي سيمو ته د عدالتونو غځول او بل خوا ته پکې رواج ايکټ رامنځته کول، دوه متضاده عملونه دي. نوموړې زياتوي: ((چې دلته هایي کورټ او یا سپریم کورټ راشي او جرګه هم ناسته وي نو ښځې به څنګه عدالتونه ته ځي. په جرګو کې خو هم د ښځو استازې نه وي.))

د سرتاج عزيز په مشرۍ فاټا اصلاحاتي کمېټۍ په خپل تفصيلي راپور کې د قبايلي سيمو په تدرېجي توګه په خېبر پښتونخوا کې د ګډولو او د ايف سي آر قانون پر ځای د رواج اېکټ نافذولو ترڅنګ يو شمېر نور انتظامي او اييني اصلاحاتو وړاندېزونه کړي وو چې د مارچ پر دويمهد نواز شريف په مشرۍ وفاقي کابينېیي منظوري ورکړې وه.

ويډيو: سياستوال وايي خيبر پښتونخوا کې د قبايلو ورګډولو وړانديز دې عملي شي

'فاټا دې ژر تر ژره له خیبر پښتونخوا سره وتړل شي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

له خيبر ايجنسۍ څخه د پارليمان غړی، ناصر خان افريدي پرون مشال ریډيو ته وويل چې د عدالتونو هرکلی کوي خو رواج ايکټ واضحه نه دی او د هيچا پرې سر نه خلاصيږي. که د پيښور پوهنتون استاده، نورين نصير قبايلي سيمو کې رواج ايکټ او عدالتونو غځولو په يو ځای عملي کولو نيوکې لري نو د فاټا د وکیلانو تنظیم مشر اعجاز مومند ورته اندېښمن نه دی.

هغه مشال ريډيو ته وويل چې په جرګه نظام کې پولیټیکل انتظامیه زیات واک لري خو د عدالتونو د راتګ سره به پر جرګو د پولیټیکل انتظامي اغېز کم شي. نوموړی زياتوي: ((اوس خو جرګه هم پوليټيکل انتظاميې له خوا ټاکل کيږي او ملکان هم. په دې سيسټم کې ډېره درغلي کيږي چې د عدالتونو راتګ سره به يو څه اصلاح وشي.))

XS
SM
MD
LG