د لاسرسي ځای

تازه خبر

قامي اسمبلۍ کې په فاټا اصلاحاتو بحث کيږي


د فاټا اصلاحاتو کمېټۍ وړانديزونه نن (ګل يا دوشنبه) په قامي اسمبلۍ کې وړاندې کېږي چې پکې به په رواج ایکټ او قبايلي سيمو ته د عدالتونو واک پر غځولو بحث کيږي. له قبايلي سيمو څخه د قامي اسمبلۍ ځيني غړي هيله لري چې دا اصلاحات به منظور او قانوني شي.

د قبايلي سيمو استازو په خبره ننۍ غونډه کې د سېفران وزير عبدالقادر بلوچ هغه ترميمي بل وړاندې کوي چې تر منظورېدو وروستو به د قبايلي سيمو خلک هم د هايي کورټ او سپريم کورټ له واک ګټه واخلي. په دې مهال به د ايف، سي، آر قانون پر ځای رامنځته کېدونکي روج ايکټ هم بحث وشي.

قامي اسمبلۍ کې د خيبر ايجنسۍ استازي ناصرخان اپریدي نن مشال ريډيو ته وويل چې دوی د عدالتونو هرکلی کوي خو رواج ايکټ ورته د منلو نه دی. د هغه په خبره رواج ايکټ واضحه نه دی او د هيچا پرې سر نه خلاصيږي.

په پارليمان کې د قبايلي سيمو ځينو استازو خبرداری ورکړی چې که حکومت فاټا اصلاحات عملي نه کړي، دوی به مظاهرې پيل کړي

د قبايلي سيمو زده کونکو تنظيم مشر، عیسی خان اورکزي مشال راډيو ته د تېر مارچ په څلورم تاریخپيښور کې د دوی تر يوې غونډې وروسته ويلي وو چې رواج ايکټ د ايف، سي، آر دوهم نوم دی او له دې کبله يې نه مني چې دې سره به د پوليټيکل ايجنټ واک همغسې پاتې وي.

د مېرمنو حقونو لپاره کارکوونکي، تکړه قبايلي خويندو تنظيم هم رواج ايکټ رد کړی دی او ويلي يې دي چې که دا په قانون بدل شي نو ورسره به د ښځو حقونه وتروړل شي.

د روان کال د مارچ په دوېمه نېټه د وزیراعظم نوازشريف بهرنيوو چارو سلاکار، سرتاج عزیز په مشرۍ د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ وړانديزونه وفاقي کابینې منظور کړل. په دغه سفارشاتو کې ویل شوي وو چې قبایلي سیمې به په پنځوو کاله کې په قامې بهیر کې شاملوي.

د فاټا اصلاحاتو وړانديزونه د سرتاج عزيز په مشرۍ کمېټې تيار کړې وو
د فاټا اصلاحاتو وړانديزونه د سرتاج عزيز په مشرۍ کمېټې تيار کړې وو

جمعيت علما اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي پاټي هغه دوه سياسي ګوندونه دي چې وايي د قبايلي سيمو اصلاحاتو په اړه د دغه ځای له خلکو سمه پوښتنه نه ده شوې. مشال راډیو سره خبرو کې له جنوبي وزیرستان څخه پارليمان کې د جمعیت علما اسلام ف ډلې غړي مولاناجمال الدین وویل که پارلمان دومره لويې پرېکړې کوي او له خلکو پوښتنه نه کيږي نو په دې اړه به خپل اوز پورته کړي. هغه زياته کړه: ((دا د قبایلو سره زیاتی دی. له سپریم کورټ او هایي کورټ څخه خو د قبایلو خپله جرګه ښه ده او یو ښه نظام دی.))

خو د سرتاج عزيز په مشرۍ کمېټې ويلي چې دوی د قبايلي سيمو اصلاحاتو وانديزونو تيارولو مخکې د بېلابېلو قبايلي سيمو سفر کړی وو او هلته يې د قومي مشرانو، سياستوال او مدني فعالانو نظرونه اخيستې وو.

XS
SM
MD
LG