اصف علي زرداري پر مرکزي حکومت نیوکې کوي
د پاکستان پخواني ولسمشر آصف علي زرداري د پېښور درې ورځنۍ دورې پرمحال د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ په پروژه کې د وړو صوبو د حق وهنې او د فاټا اصلاحاتو نه عملي کېدو له کبله په مرکز کې د مسلیم لیګ (ن) پر حکومت سختې نیوکې کړې دي. نوموړي تېر مازیګر د خپل ګوند یوې غونډې ته وویل چې د مرکزي حکومت لخوا دا یو ملنډه ده چې سي پېک لپاره به د بلوچستان بندر کارول کېږي. په دې اړه د غلام غوث ویډیو وګورئ.