د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په لغمان کې ۱۵ وسله والو وژل شوي


د لغمان ولایت چارواکي وایي، په عملیاتو کې ۱۵ وسله وال وژل شوې او ۱۵ نور زخمیان شوې دي.

د لغمان ولایت مطبوعاتي مسوول سرحدي ځواک د دوشنبې پر ماښام مشال راډیو ته وویل چې افغان ګډو امنیتي ځواکونو د وسله والو پر ضد چاڼيز عملیات پیل کړي چې له مرکز مهترلامه د الینګار ولسوالۍ څو کلي د وسله والو مخالفینو څخه پاک کړي دي.

د ځواک په خبره عملیات به تر هغې دوام وکړي چې ټولې سیمې د وسله والو مخالفینو څخه پاکې شوي نه وي.

سرحدي ځواک وایي چې په عملیاتو کې دوه تنه سرتېرې هم زخمیان شوي خو زیاتوي چې روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

XS
SM
MD
LG