د لاسرسي ځای

په سوات کې د شخصي سکولونو استادانو اتحادیې او د حکومتي چارواکو ترمنځ تر مزاکراتو وروسته استادانو د مې په ۱۹ او ۲۰مه نېټه د سکولونو بندولو پریکړه بیرته اخیستې ده.

د شخصي سکولونو استادانو اتحادیې لخوا د دوشنبې په ورځ په جاري شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د خېبر پښتونخوا د تعلیم محکمې چارواکو ورته پرون په یوې غونډه کې باور ورکړی دی چېد شخصي سکولونو لپاره د نوي حکومتي پالیسۍ په برخه کې به د استادانو په مشورې بدلونونه کېږي.

دې وروستو کې د خېبر پښتونخوا حکومت د شخصي سکولونو څارنې لپاره یوه نوي پالیسي جوړه کړې چې ترمخه به یې د شخصي سکولونو استادانو ته لږ تر لږه ۵۰ زره روپۍ تنخوا ورکول کېږي او د سکولونو د فیسونو ټاکنه به هم حکومت کوي.

XS
SM
MD
LG