د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: لوګر کې ۱۲ وسله وال وژل شوي


يو افغان سرتيری
يو افغان سرتيری

د افغانستان لوګر ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې له تیرې شپې بیا د نن ورځې (دوشنبې) ترماسپښینه د الوزو او بابوس په سیمو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو تر منځ جګړه کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د لوګر امنیه قوماندان لوی پاسوال عصمت الله علي زي مشال راډیو ته نن د دوشنبې په ورځ زياته کړه چې د جګړې له سیمې د افغان ځواکونو له لوري ۲۵ مشکوک کسان هم نیول شوي چې تحقیقات ورڅخه روان دي.

هغه ونه ويل چې وژل شوي او نيول شوي مشکوک کسان کومې وسله والې ډلې سره تعلق لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG