د هند او پاکستان ترمنځ په لانجمنه سیمه کشمیر کې ددواړو هیوادونو د سرتیرو د ډزو په تبادله کې دوه ولسي وګړي وژل شوي دي.
دواړه خواوې پر یوه بل د تیرې ورځې د برید د پیل پړه اچوي.
د هند تر کنټرول لاندې دکشمیر ملکي ادارې ویلي چې په دې وسله واله نښته کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
بل لور ته د پاکستان پوځ ویلي چې ددوی تر کنټرول لاندې کشمیر کې بیا ددې جګړې له امله چې یو ساعت يې دوام وکړ ،درې وګړي ژوبل شوي دي.