د لاسرسي ځای

شمالي کوریا بل توغندی هم وازمویه


د جنوبي کوریا یو تلویزون د شمالي کوریا د توغندي ازمویلو خبر خپروي.

پراګ ـ رویټرزخبري اژانس د امريکايي او جنوبي کوريايي چارواکو په حواله لیکي، په داسې حال کې چې له شمالي کوريا غوښتل شوي چې د وسلو جوړولو خپل پروګرام محدود کړي، دوی د اتوار پر ورځ د بېلاسټک توغندي يوه بله ازموينه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي کويا نوي ولسمشر، مون هی اين ويلي، غواړي له شمالي کوريا سره اختلافي مسايل د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د اژانس د ليکنې تر مخه، نړيوال باور لري چې شمالي کوريا د داسې يوه توغندي جوړول پيل کړي چې پر اټومي وسلو سنبال وي او تر امريکا پورې واټن ووهي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هوډ څرګند کړی چې شمالي کوريا به هېڅکله دغسې کولو ته پرېنږدي.

په ليکنه کې د چارو د پوهانو په حواله ويل شوي، د اتوار ورځې په ازموينه کې د شمالي کوريا توغندي تر هغې ډېر واټن وواهه چې تېره فبروۍ مياشت کې يې په ورته يوه تجربه کې وهلی و.

ليکنه کاږي، د براعظمونو ترمنځ د ويشتونکي بيلاسټک توغندي په اړه ګمان کيږي چې د ۶۰۰۰ کلوميټره په واټن کې يو هدف په نښه کولای شي.

جاپان ويلي د شمالي کوريا له لوري توغول شوی د اتوار ورځې توغندی تر ۳۰ دقيقو پورې په هوا کې تر پاته کېدو وروسته د شمالي کوريا د ختيځ ساحل او جاپان ترمنځ په سمندر کې وغورځېد.

ايسوسييټډ پريس خبري اژانس هم د شمالي کوريا د بېلاسټک توغندي پر نوې ازموينې يوه ليکنه خپره کړې او پکې يې پر دغه موضوع د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ عکس العمل راخيستی.

ولسمشر ټرمپ پر نړيوالو غږ کړی چې د شمالي کوريا د ميزايل تجربې خبره جدي ونيسي او ورباندې د لا ډېرو سختو بنديزونو لګولو په کار کې د امريکا ملګرتيا وکړي.

ولسمشر ټرمپ د شمالي کوريا پر ضد د پوځي طاقت کارولو خبره کړې وه، خو وروسته يې بيا خپل دريځ يو څه نرم کړ او و يې ويل، د ده لپاره به د وياړ خبره وي چې په سمو شرايطو کې د شمالي کوريا له ولسمشر کېم جونګ اون سره وګوري.

اژانس پر ياده موضوع د چين حکومت غبرګون هم راخيستی. د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د مسئلې ټولې ښکېلې خواوې بايد له داسې څه ويلو او کولو ډډه وکړي چې په سيمه کې د کړکېچ لا زياتېدو لامل کېدای شي.

اژانس زياتوي، پر شمالي کوريا د ملګرو ملتونو او امريکا څو ځلي بنديزونو و نه شو کړای هغه هېواد اړ کړي چې د اټومي وسلو او ميزايلونو جوړولو خپل پروګرامونه وتړي.

XS
SM
MD
LG