د لاسرسي ځای

ننګرهار: ولسي پاڅون کوونکي د سرحدي ځواکونو لیکو ته جذب شوي


د ننګرهار چارواکي وايي، د اچین ولسي پاڅون کوونکي د ولایت د سرحدي ځواکونو لیکو ته جذب شوي دي.

د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي تېر مازیګر مشال راډیو ته وویل، دا کسان په هغو سیمو کې امنیتي چارې پر مخ وړي چې د اسلامي دولت ډلې له وسله والو پاکې کړل شوې دي.

خوږیاڼي دا و نه ویل چې څومره کسان یې سرحدي ځواک ته ورجذب کړي دي. په اچین کې افغان او امریکايي ځواکونه د اسلامي دولت یا داعش وسله والو پر ضد عملیات کوي.

د تېرې میاشت پر ۱۳مه، امریکا خپل تر ټولو لوی نااټومي بم د دې وسله والو پر سمڅو وتوغاوه. د یکشنبې یا اتوار پر ورځ امریکايي ځواکونو او افغان چارواکو وویل، تېره میاشت یې په اچین کې د داعش مهم قومندان عبدالحسیب وژلی دی.

XS
SM
MD
LG