د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشر پر روسیې او اوکراین د سولې کولو ټینګار کړی


امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټوېټر له اوکراینیو او روسیو ډېپلوماټانو سره د جلا، جلا لیدنو انځورونه خپاره کړي او پر دواړو هېوادونو یې د جګړې ختمولو او د ((سولې کولو)) ټینګار کړی.

ټرمپ بېګا ناوخته پر ټوېټر ولیکل چې پرون یې ((د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سېرګې لاوروف او د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر پاولو کلېمکېن سره لیدلي.)) ټرمپ له دواړو وزیرانو سره په سپینه ماڼۍ کې د لیدو پر وخت خپل اخیستل شوي انځورونه خپاره کړي.

ده لیکلي چې ((راځئ سوله وکړو.)) روسیه او اوکراین له ۲۰۱۴ز کال راهیسې شخړه لري، هغه مهال روسیې په ناقانونه توګه د اوکراین کریمیا ټاپووزمه له ځان سره وتړله او په ختیځ اوکراین کې یې د بېلتونپالو د جګړې ملاتړ پیل کړ.

د روسیې دې تېري اروپايي ټولنه او امریکا پر مسکو د بندیزونو لګولو ته اړ کړه او د ټرمپ ادارې ویلي، تر هغو چې روسیه په ۲۰۱۵ز کال کې د سولې د توافق په پابندۍ کې پاتې راځي، بندیزونه به ورباندې برقرار وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG