د لاسرسي ځای

شامي ځواکونو د طبقه مهم ښار ګونې ونیول


د شام ملېشو ځواکونو چې د امريکا يې ملاتړ کوي، د طبقه ښار ګوټې او د هېواد لوي ډيم د چارشنبې په ورځ له اسلامي دولت وسله والې ډلې بيرته نيولي دي، چې په نتېجه کې يې په رقعا ښار د عملياتو لپاره لاره هواره شوې ده.

طبقه چې له رقه ښاره ۴۰ کلوميټره لرې ده، په نيولو سره رقه ته غزيدلې لوې لارې په اوږدو کې د ستري ابادی بل ښار نه دي پاتي چې اسلامي دولت وسله واله ډلې پري کنټرول ولري.

د کردانو او عرب جنګيالو اتلاف ((شامي ډيموکريټک فورس)) د طبقه ښار کنټرول ترلاسه کولو لپاره له څو اونيو راهیسې په جګړه بوخت وو، او په دي وروستيو کې امريکايي ځواکونو ورته درنې وسلې هم ورکړې وې چې خپل کمپاين نور پياوړي کړي.

امريکايي ځواکونو د وسلو مرستو ترڅنګ شامي ځواکونو ته د مهم سټراتيجکې ښارګوټې او ورسره څيرمه د ډيم په نيولو کې هم مرسته کړې وه.

د شامي ډيموکريټک فورس يو استازې ناصر حج منصور ويلي دي چې تابقا ښار ګوټې او ډيم په بشپړ ډول ازاد کړل شوي او له هغه ځای نه يې د اسلامي دولت ټول وسله وال شړلي دي.

XS
SM
MD
LG