د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کرديو جنګیالیو ته وسله ورکول د هېچا په ګټه نه ده'



سوریه: د کردي ولس ژغورنې ټولګيو سیاسي څانګې ډیموکراټ متحد ګوند یو کردی فعال د مظاهرې مهال.
سوریه: د کردي ولس ژغورنې ټولګيو سیاسي څانګې ډیموکراټ متحد ګوند یو کردی فعال د مظاهرې مهال.

د ناټو غړی هېواد ترکيه وايي، د داعش وسله والې ډلې خلاف د جنګ لپاره کرديو جنګياليو ته د امريکا له خوا د وسلو ورکول د هېچا په ګټه نه ده.

د ترکي مرستيال وزيراعظم نورالدين جانيکلي د چارشنبې ورځ وويل هيله لري امريکا وايي چې د پي جي پي په نامه له کردۍ ډلې سره یې د ملاتړ پاليسي ختمه کړې ده.

نوموړي الخبر ټېليويژن ته ويلي د داسې ترهګرو ډلو شتون نه شي زغملی چې د ترکي راتلونکې ته ګواښ پېښوي.

تر دې مخکې د امريکا د دفاع وزارت ويلي، ولسمشر ورته اختيار ورکړی چې د شام د ډيموکراټيکو ځواکونو کرديو غړیو ته دې په رقه سيمه کې له داعش وسله والو سره د جګړې لپاره وسلې ورکړي.

دغې ډلې د دې پرېکړې هرکلی کړی او وايي له دې سره به ترهګري ژر ماته وخوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG