د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډونالډ ټرمپ د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سره ګوري


د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په سپينه ماڼۍ کې د روسيې بهرنيو چارو له وزير سره نن (چارشنبه)ګوري.

سپينه ماڼۍ د سېشنبې په ورځ وويل، دواړه مشران به د شام پر وضعيت او نورو نړيوالو مسايلو په خپلو کې خبرې وکړي.

له کله چې ټرمپ د ولسمشر په توګه خپله دنده رسماً پيل کړې دا يې له يوه روسي چارواکي سره په لوړه کچه لومړی مخامخ خبرې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ادعاوې کېږي روسيې د امريکا د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو کې لاسوهنه کړې وه.

د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف به نن له ښاغلي ټرمپ سره تر خبرو مخکې له خپل امريکايي سيالرېکس ټېلرسن سره وګوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG