د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او روسیې بهرنیو چارو وزیران ویني


ټاکل شوې ده چې د امریکا او روس د خارجه چارو وزیران سبا (چارشنبه) په واشنګټن کې ملاقات وکړي.

امریکايي چارواکي وايي، د رېکس ټیلرسن او سرګې لاوروف په کتنه کې به د اوکرېن او شام پر لانجو او همداراز د امریکا - روس پر اړیکو خبرې وشي.

د امریکا د خارجه چارو وزارت پرون (دوشنبه) وویل، دغه دواړه جګپوړي سفارتکاران به د اوکرېن د ختیځ د شخړو پای ته رسېدو او د مینڅک سولې موافقې په مکمله توګه عملي کولو په اړه خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG