د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان دې د سني وسله‌والو مخه ونیسي'


ايران پاکستان ته خبردارى ورکړ که اسلام‌اباد په خپله خاوره کې د سني وسله‎والو پر ضد چې له دغه هېواد بهر بریدونه کوي، اقدام و نه‌ کړ، نو تهران به د دغو وسله‎والو مرکزونه په پاکستان کې په نښه کړي.

د ايران دولتي رسنۍ د لوى درستيز محمد حسين باقري په حواله راپور ورکړى چې نن د دوشنبې په ورځ‌يې ويلي:

"تهران تمه لري چې پاکستاني چارواکي به خپل سرحدونه کنټرول کړي، ترهګر به ونيسي او د دوى مرکزونه به وتړي."

ده زياته کړه:

"که ترورېستي بريدونه دوام وکړي، موږ به د دوى مرکزونه او پناه ځايونه چې هر ځاى وي، په نښه کړو."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېره مياشت د ايران ۱۰ سرحدي ساتونکي په هغه برید کې ووژل شول چې جيش‎العدل سني سختدريځې ډلې يې مسؤليت واخیست.

د ايران بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د تېرې چهارشنبې په ورځ اسلام‌اباد ته سفر وکړ چې پر سرحدي امنيت‌ یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې.

پاکستان ايران ته ډاډ ورکړى و چې پر سرحد به خپل اضافي پوځيان ځاى پر ځاى کړي.

د دواړو هېوادونو تر منځ سرحد له اوږدې مودې راهيسې د مخدره موادو د قاچاقچيانو او هغو سختدريځو له‌خوا کارول شوى چې له ايرانيو ځواکونو سره‌يې وخت ناوخت نښتې هم کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG