د لاسرسي ځای

تازه خبر

نایجیریا: د بوکو حرام له قیده لسګونه نجونې ازادې شوې


د بوکوحرام له بنده خوشې شوې نجونې
د بوکوحرام له بنده خوشې شوې نجونې

نايجریا وايي بوکو حرام ډلې په ۲۰۱۴م کال کې له تښتول شویو دوو سوو نه زياتو نجونو څخه ۸۲ یې د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې خوشې کړې دي.

د نايجریا حکومت د یکشنبې په ورځ په يو بيان کې په رسمي توګه د چيبوک سکول د نجونو د خوشي کولو خبر تائید کړی خو دايې نه دي ويلي چې د بوکو حرام څومره مشکوک غړي يې خوشي کړي دي.

د ارشیف انځور:د ځینو تښتول شویو نجونو انځور
د ارشیف انځور:د ځینو تښتول شویو نجونو انځور

د نايجريا چارواکو ويلي دي چې د سوئزرلينډ حکومت او د سره صليب نړيوالې کميټې په مرسته بوکو حرام ډلې سره خبري شوې وې.

د القاعده شبکې سره تړاو لرونکې بوکو حرام ډلې د ۲۰۱۴م اپريل مياشت کې د هيواد په شمالې صوبې بورنو کې د يو سرکاري ثانوي سکول شاوخوا 276 جینکۍ تښتولې وې چې له جملې څخه یې ۱۱۳ لا هم په بند کې د ي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG