د لاسرسي ځای

د افغانستان د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د بلوچستان د مليشه ځواکونو د مشر مېجر جنرل نديم هغه ادعا رد کړې چې ګواکې په نښته کې ۵۰ افغان عسکر وژل شوي دي. هغه وایي په دغه نښته کې دوه سرحدي عسکر او یوه ښځه وژل شوي او پنځویشت نور ژوبل شوې دي.

تر دې وړاندې د یکشنبې په ورځ په چمن کې د بلوچستان دملېشه ځواک مشر میجر جنرل ندیم میډیا ته ویلي وو چې د پاکستان او افغانستان تر منځ نن په دریمه ورځ هم د چمن او سپین بولدک سرحدي پوله بنده ده. د نوموړي وینا وه چې د افغان امنیتي عسکرو غلطې وه چې د تیرې جمعې په ورځ یی ډزې پیل کړې،چې پکې تر پنځوسو پورې افغان سرتیرې وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي او زیاتوي دوی نغواړي چې د افغانستان سره اړیکې خرابې کړي، خو د څه قسم خلاف ورزۍ به سخت ځواب ورکوي.

د پاکستان او افغانستان حکومتونه د « لقمان » او « جهانګیر » په نوم د دوو کلیو په سر د یو بل سره لانجه لري. افغانستان وايي دا کلي د دوی دي او پاکستان دغلته د سر شمېرنې پروسه پر مخ وړل غواړي چې دوی به ورته اجازه ورنه کړي. خو پاکستان بیا د دې برعکس ادعا کوي چې دا سیمې د دوی دي او افغان حکومت په زوره لانجه جوړول غواړي.

XS
SM
MD
LG