د لاسرسي ځای

په شام کې تر اوربند وروسته بیا نښتې شوي دي


شامي څارونکي وايي چي شامي جنګي الوتکو د ياغيانو د کنټرول لاندی د  شام د حما صوبې په يو کلي الزلکيات باندی بمباري کړی ده . تيره شپه ددي اوربند عملي کيدو سره د حمز ښار په تير ماله سیمه کې هم يوه لويه چاؤدنه هم شوی ده.

د شام په سیف زون یا خوندي سیمه کې د روسيې په مشرۍ د شوي اوربند عملي کېدو وروسته نن بیا د شامي ځواکونو او ياغيانو تر مينځ نښتې شوي دي.

شامي څارونکي وايي چي شامي جنګي الوتکو د ياغيانو د کنټرول لاندی د شام د حما صوبې په يو کلي الزلکيات باندی بمباري کړی ده . تيره شپه ددي اوربند عملي کيدو سره د حمز ښار په تير ماله سیمه کې هم يوه لويه چاؤدنه هم شوی ده.

دا نښتې په داسي حال کې شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په وینا د بهرنیو چارو وزير ريکس ټيلرسن په شام کي د شپږ کلنۍ خانه جنګۍ پاي ته رسولو لپاره د يو سیاسي هواري رامنځته کولو په موضوع د روسيې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاورف سره په ټیلیفون خبرې کړي دي.

ددې نوي اوربند اعلان تيره اونۍ د روسیې، ايران او ترکيې تر مينځه د شام په اړه د خبرو اترو نه وروستو شوې وو . ددې نه وړاندې هم په شام کې د اوربند یو شمېر لوظنامې د ناکامۍ سره مخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG