د لاسرسي ځای

د امریکا د دفاع وزارت وايي، راتلونکې اوونۍ به د افغانستان د جګړې په اړه خپلې سپارښتنې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته وسپاري.

د پېنټاګان مرستیالې سرپرستې تیریزا وېلن تېر مازیګر د امریکايي سېنېټ د پوځي خدماتو کمېټۍ ته وویل، د افغانستان د جګړې په اړه څېړنې د بشپړېدو په حال کې دي. دې وویل، موخه یې دا ده چې د افغانستان د جګړې ولاړ حالت بدل شي.

د امریکايي پوځ د ځانګړو عملیاتو قومندان جنرال رېمنډ تامس دې غونډې ته وویل، د سرتېرو د شمېر له زیاتولو سره په افغانستان کې د پوځي عملیاتو پر اصولو هم غور کوي.

دا مهال د شاوخوا ۸۵۰۰ امریکايي سرتېرو په ګډون څه باندې ۱۳۰۰۰ بهرني پوځیان په افغانستان کې دېره دي.

XS
SM
MD
LG