د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا سېنېټ ۲۵۰۰ افغانانو ته د ویزو لپاره د پيسو منظوري ورکړې


امریکايي سېنېټ د افغان ژباړونکو او په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو او حکومتي چارواکو سره د مرستندویه کارکوونکو لپاره د ۲،۵۰۰ اضافي ځانګړو ویزو لپاره د پیسو منظوري ورکړې ده.

دا پیسې د ۱۱۰۰ اربه امریکايي ډالرو د بودیجوي قانوني مسودې برخه دي چې د امریکا دواړو ګوندونو منظورې کړې دي چې د روان کال د سېپټېمبر تر پایه ورباندې حکومتي چارې پر مخ یوړل شي. سېنېټ دا مسوده د پنجشنبې په روځ منظوره کړه او د استازو جرګې د چارشنبې پر ورځ تایید کړې وه.

ټاکل شوې چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لاسلیک سره دا مسوده قانون شي. سېنېټرې جین شاهین د ۲۵۰۰ اضافي ځانګړو ویزو منظورۍ ته د ((ژوند ژغورونکي پرمختګ)) نوم ورکړی دی.

د دې ځانګړو ویزو پروګرام د هغو افغانانو لپاره جوړ شوی وو چې له امریکايي پوځ یا په افغانستان کې د امریکايي حکومت له کارکوونکو سره مرسته کوي او په نتیجه کې یې د سختدریځو له ګواښونو سره مخامخ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG