د لاسرسي ځای

د سولې عالي شورا یو چارواکی وايي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ښايي د سولې خبرو ته د وسله والو طالبانو حاضرولو توان و نه لري.

حکمتیار د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ده هرکلي ته جوړې شوې غونډې ته په وینا کې طالبان وروڼه وبلل او له حکومت سره د هغوی د سولې د خبرو د منځګړتوب وړاندې یې وکړ.

د سولې د عالي شورا مرستیال مشر عبدالخبر اوچقون بېګا له مشال راډیو سره په خبرو کې د سولې لپاره د هر راز هڅو هرکلی وکړ، خو د حکمتیار دعوه یې کمزورې ووبلله:

((فکر نه کوم چې هغه ادعا چې ښاغلي حکمتیار د طالبانو په اړه کړې، دې [دومره موثره وي] ځکه چې دی به پر [هغې] ډلې دومره تسلط ونلري چې هغوی د خبرو اترو مېز ته حاضر کړي.))

حکمتیار په پرونۍ غونډه کې طالبانو ته په خطاب کې وویل چې د هغوی ((د مشروع اهدافو)) د عملي کولو لپاره به ((مبارزه)) وکړي. ټاکل شوې چې نوموړی نن د کابل په غازي سټېډيیم کې خپلو پلویانو ته وینا وکړي.

XS
SM
MD
LG