د لاسرسي ځای

افغانستان کې پر خبریالانو د تشدد ۴۱۵ پېښې ثبت شوي


په افغانستان کې د میډیا څار خپلواکې ادارې ویلي دي چې په دغه هېواد کې د نولس سوه شپاړسم کال راهیسې پر خبریالانو ۱۴ بریدونه شوي دي.

د ادارې یو چارواکي صابر فهیم د چارشنبې په ورځ د مشال راډیو افغان څانګې ته ویلي دي په دغه موده کې پر خبریالانو د تشدد، وژنو، ځورولو او تښتونو ۴۱۵ پېښې ثبت شوي دي.

ادارې په دې کې ۳۲۶ پېښو ذمه وار طالبان اود ۶۳ پېښو ذمه وار افغان حکومت ګرځولی دی.

په افغانستان کې د مالي ستونزو له کبله په تېرو درو کلونو کې د ټي وي او راډیو ۱۰ چېنلونه تړل شوي دي او خبریالان په هغه سیمو کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي چې اوس د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

XS
SM
MD
LG