د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د طالبانو او داعش تر منځ جګړه په څلورمه ورځ هم دوام لري


د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه نن (پنجشنبه) په څلورمه ورځ هم دوام لري.

د داعش او طالبانو د جګړو له امله د سیمې ګڼ خلک خپل کورونه پرېښودو ته مجبوره شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا اله خوږیاني نن د مشال ریډیو افغان څانګې ته وویل:د طالبانو او داعش خپل منځي جګړې په وروستیو کې سختې شوې دي، تیره اونۍ د جوزجان په قوش تپه ولسوالۍ کې د دواړو لوریو ترمنځ په جګړو کې تر ۸۰ ډېر کسان وژل شوي وو.

د چپرهار د جګړې د مرګ ژوبلې دقیقه شمېره تر اوسه نه دې خپره شوي خو د ننګرهار چارواکي وايي چې د دواړو لوریو په لسګونو کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG