د پرمختیايي فنډونو غوښتونکي له سپکو سپورو سره مخامخ شول
د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د سېشنبې ماښام د اپوزیشن له یوې ښځینه غړې نګهت اورکزۍ سره صوبايي وزیر شاه فرمان پر ناوړه چلند د سیاسي ګوندونو ترڅنګ خپله د هغه د ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان هم سخت غبرګون ښودلی. د یادولو ده چې په اسمبلۍ کې ښځینه غړیو پر صوبايي حکومت نیوکې کړې چې د پرمختیايي فنډونو وېش د برابرۍ په بنیاد نه کوي او ویل یې چې د ښځينه غړیو پر ځای نارینه غړیو ته زیاته پرمختیايي پانګه ورکول کېږي. نګهت اورکزۍ همدغه مسله په اسمبلۍ کې راپورته کړه چې د صوبايي وزیر شاه فرمان له سختو سپکو سپورو سره مخامخ شوه چې بیا ورسته ترې نوموړي بښنه وغوښتله. د غلام غوث ویډيو راپور