د لاسرسي ځای

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې له روسي ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې کړې.

دا تر هغه وروسته چې د جنورۍ په میاشت کې ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر شوی دریېم ځل دی چې نوموړی له روسي ولسمشر سره ټېلېفوني خبرې کوي.

سپینې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ په یو بيان کې دغه ټلي فوني خبرې د دواړو لورو ترمنځ ښې خبرې بللي دي .

بيان زياتوي چې دواړو مشرانو په شام کې په روانه جګړه او په منځني ختیځ کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره په ګډ کار کولو خبرې کړي،د دواړو مشرانو ترمنځ پر دې هم خبرې شوي چې په شمالي کوریا کې خطرناکه وضیعت څنګه په ښه ډول حل کړل شي.

سپينې ماڼۍ دا اعلان هم کړی چې واشنګټن به خپل يو استازی د شام سولې په اړه کېدونکو خبرو ته لېږي.

ټاکل شوې دغه خبرې د مۍ په درايمه او څلورمه په استانه کې ترسره شي.کرملین په یو بیان کې ویلي چې دواړه مشران د دواړو هيوادونو د بهرانېو وزيرانو ترمنځ د مزاکراتو په زياتولو سلا شو چې دارنګ په شام کې روان جنګ ته د حل لار وباسي.

XS
SM
MD
LG